
د میدان وردګو ولایت د امنیتي ارګانونو ترمنځ جوړه شوې غونډه،چې نن (چهارشنبه) د ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه شوې وه،غوښتنه وشوه،چې په دغه ولایت کې دې د ملي اردو لوآ ځای پرځای شي،ترڅو په ښه توګه د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.
په جوړه شوې امنیتي غونډه کې،چې په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت د خلکو استازي ښاغلي عبدالاحمد دراني،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،ملي اردو دویم،دریم او شپږم کنډک مسؤلینو،عامه نظم،محافظت عامه او بهرنیو ځواکونو استازو ګډون کړی وو،غوښتنه وشوه،چې د ملي فاع وزارت دې د ملي اردو لوا په میدان وردګو ولایت کې ځای پرځآی کړي.
دوی زیاته کړه،چې له دغه ځایه د ملي اردو ځواکونه کولای شي،چې د دې ولایت سربېره نورو ولایتونو کې هم عملیات ترسره کړي او همدا راز په اسانه توګه کولای شي،چې د میدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو او مرکز کې د ملي اردو کنډکونه تجهیز او اکمال کړي .
همدا راز په دغه غونډه کې په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي عبدالاحمد دراني ژمنه وکړه،د هغه ستونزو د حل په موخه چې په نظامي برخه کې اوس مهال شتون لري،د دغه ولایت د امنیتي مسؤلینو سره به یې یو ځای د کورنیو او دفاع له وزیرانو شره د حل په موخه شریک کړي.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر