
له هندي سرچينو داسې خبرونه خپاره شوي، چې راتلونکې میاشت به د امريکا، افغانستان او هند تر منځ به يوه درې اړخيزه غونډه وشي. د دې غونډه کې زياتر د بحث موضوعات، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په وضعيت پورې تړاو لري.
په هند کې د امريکا سفيرې نانسي پاول هم د دې غونډې د جوړيدو پخلی کړی او خبريالانو ته ويلي، چې په راتلونکي سپټمبر کې به په نيويارک د ملګرو ملتونو د غونډې تر څنګ به درې اړخيزې خبرې هم وشي. نوموړي، په افغانستان کې د هند د رول د اهميت په هکله هم ټينګار وکړ او د دغه هېواد ونډه يې مهمه وبلله.