
د بدخشان په يوه کلي
کې د کولرا وبا ګډه شوې ده، چې له امله يې
۱۴۹۲ تنه اخته شوي. د ناروغۍ له امله يوه
ښځه مړه شوې ده او سل تنه نور په ناوړه
حالت کې دي. د بدخشان والي وياند وايي، چې
درې ورځې وړاندې د بدخشان په يوه کلي کې
کولرا خوره شوې، خو دوی هغه کلی قرنطین
کړی او نورو سيمو ته يې د دکولرا د خپرېدو
مخه نيولې ده. ۳۶ تنه د ناوړه حالت له امله د فيض آباد روغتون ته وړل شوي دي.