
درې ورځې وړاندې طالبانو په غزني کې د کندهار – کابل پر لویه لاره په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې (فرېبا احمدي کاکړ) له
خپلو ماشومانو او ډريور سره په داسې وخت
کې يرغمل ونيوه، چې نوموړې کابل ته پر لاره وه. وروسته د فرېبامېړه د هغې د يرغمل
کېدو خبره رد کړه، خو امنيتی سرچينو يې د
خبر پخلی وکړ. د وروستيو رېپوټونو له مخې د فرېبا کاکړ درې ماشومان
خوشې شوي، چې د لومړنيو راپورونو له
مخې حکومت راخوشې کړي خو د وروستيو
راپورونو له مخې طالبانو په خپله خوشې کړي. اوس طالبان د فرېبا کاکړ د خوشې کېدو
په بدل کې د خپلو څلورو تنو بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.