
په غزني کې د هغو اتو تنو مسافرينو مړي موندل
شوي، چې د طالبانو له خوا په لاره کې کوز
شوي وو. طالبانو د کندهار – غزني پر لويه لار د مسافرو يو بس درولی و او اته تنه
يې له حکومت سره دتړاو له امله کښته کړي وو. د
امنيتي چارواکو په وینا ، دغه کسان
بېګا شپه وژل شوي او بیا يې مړي غورځول شوي دي. تر اوسه طالبانو د پېښې
مسووليت پر غاړه نه دی اخېستی.
د يادونې
ده ، تر هغه وروسته چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د اختر په مناسبت خپل پيغام کې د ملکي وګړو له ژوندسره د پاملرنې غوښتنه کړې، د طالبانو له خوا دبېګناه ملکې وګړو وژنو زور اخېستی دی.