د بم اېښودلو د زده کړې د ورکولو په تور ۷ تنه ايرانيان او پاکستانيان نيول شوي دي.

 د افغانستان په شمال فارياب ولايت کې، د بم اېښودلو د زده کړې د ورکولو په تور ۷ تنه ايرانيان او پاکستانيان نيول شوي دي.
د امريکا غږ راډيو د رېپوټ له مخې، دغه کسان په داسې مهال نيول شوي، چې په فارياب ولايت کې د بم اېښودنې پېښې او پر دولتي ودانيو د بريد رېپوټونه زيات شوي دي.
سيمه ييزو چارواکو مخکې هم په دغه ولايت کې د بهرنيانو د حضور په هکله رېپوټونه ورکړي وو. دوی وايي، چې له پاکستان نه امونيم نيترات راوړل کيږي، چې بيا د بمونو په جوړولو کې ورنه کار اخستل کيږي.
\"\"