
د اسراييلو د حکومت لخوا، تيره ورځ د هغو فلسطينيانو پر خوشي کولو پیل وشو، چې د مذاکراتو د پيلولو لپاره د فلسطينيانو لخوا د يو شرط په توګه وړاندې شوی وو.
په يوه سرويس موټر کې ۱۴ تنه بنديان تر ازاديدلو وروسته، د پوليسو په بدرګه د يعالون له زندانه څخه د اريز سيمې په لور حرکت وکړ او په يو بله جوپه کې د ۱۲ تنو نورو بنديانو د خوشي کيدو خبر ورکړل شوی، چې د رام الله په لور روان و.
په دغه بنديانو کې داسې کسان هم وو، چې له ۲۱ کلونو راهيسې په زندان کې پراته وو او کورنۍ يې په بې صبرۍ سره ورته انتظار کوي.
د يادونې ده، چې د زندان مخې ته يو شمېر اسراييلو د اعتراض په توګه راغونډ شوي هم وو او ويل يې، چې ترهګر باید ازاد نشي.