
تيره شپه د پاکستان د سند ايالت په مرکز کراچۍ کې چاودنه شوې، چې ۴ تنه په کې وژل شوي او ۴۰ تنه نور ژوبل شوي.
پوليس وايي، چې دغه چاودنه په داسې مهال شوې، چې خلکو غوښتل د پاکستان د خپلواکۍ ورځې ( د اګسټ ۱۴مه) نېټې د نمانځلو لپاره تياری وکړي.
رېپوټ زياتوي، چې ناپېژندل شويو کسانو د اقا خان د مذهبي ډلې د لمونځ د ادا کولو په سيمه شاهراه کې، چاوديدونکي توکي ځاې پر ځای کړي وو او چاودنه يې تر سره کړه.
د پوليسو يوه تن لوړپوړي چارواکي سليم اختر صديقي ويلي، چې په وژل شوو کې ۳ تنه سړي او يوه يې ميرمن ده.
پوليسو همدا راز د سند په نورو ښارونو حيدراباد او نوابشاه کې هم د چاودنو او ورسره مل د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.