ميدان وردګو ولايت کې د سيلابونو له امله يوويشت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

  د میدان وردګو ولایت په جغتو،سیداباد،دایمیرداد او چک ولسوالیو کې د تېرو دوه ورځو پرلپسې سیلابونو له امله درې زره کورنۍ زیانمنې شوي، اته تنه وژل شوي او دیارلس تنه نور ټپیان شوي دي .
د جغتو ولسوالۍ په شپیتو کلیو کې د راوتلو سیلابونو له امله اته تنه چې په کې درې ماشومان،درې مېرمنې او درې سړي شامل دي وژل شوي دي،همدا راز دغه سیلابونو په یاده ولسوالۍ کې دوه سوه بېلابېل څاروې هم وړي دي .
په یاده ولسوالۍ کې د دغه خونړیو سیلابونو له امله څلور زره جریبه ځمکه چې په کې غنم او کچالو کرل شوې وو،تخریب شوې او د شپیته زرو په شاوخوا کې مېوه لرونکې او غیرې مېوه لرونکې ونې په کې لمنځه تللي دي.
په جغتو ولسوالۍ کې همدا راز د اوبو شپیته بندونه،چې له سلو څخه تر دوه سوه مترو پورې اوږدوالی وو او ځلور پنځو کېلو متره ویالې هم ویجاړې کړې دي .
په چک ولسوالۍ کې بیا دیادو سیلابونو له امله دیارلس تنه ټپيان شوي،شپیته څاروې یې وړي،ځلور زره پنځه سوه میوه لرونکې او غیرې میوه لرونکې ونې لمنځه وړي،دوه زره شپږ سوه جریبه کرنیزه او باغ لرونکې ځمکه یې تخریب کړې،پنځه ویشت کورونه یې په زیات او شاوخوا څلوېښت کورونه یې په لږه اندازه تخریب کړي دي او د لسو څخه تر پنځلس کیلو متره سړک یې زیانمن کړی دی .
همدا راز د دغه سیلابونو له امله دوه لوی پلچکونه چې بار لرونکي موټرو پرې تګ راتګ کاوه او شاوخوا پنځه ویشت واړه پلچکونه یې لمنځه وړي دي او شاوخوا شپیته کیلومتره بورې ویالې هم تخریب شوي دي.
په سیداباد ولسوالۍ کې بیا یادو سیلابونو شل کلیو کې مالي زیانونه اړولي،په دغه ولسوالۍ کې یو ترایکتور،نهه هټۍ،اولس کورونه،دوه سوه باغونه،دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه او نهه شپیته څاروې لمنځه وړي دي .
په دایمیرداد ولسوالۍ کې هم د یادو سیلابونو له امله په لسو کلیو کې لس زره مېوه لرونکې ونې او یو سلو پنځوس جریبه کرنیزه ځمکه لمنځه وړې ده ‎،همدا راز د فضل جان او محمد نعیم په نومونو د دوو تنو کورونه چې په کوتل کې وو،هم لمنځه وړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په د یارلسمه نیټه هم د راوتلو سیلابونو له امله د دغه ولایت په چک،دایمیرداد،جغتو او سیداباد ولسوالیو کې نهه تنه وژل شوي وو،څوارلس تنه ټپیان شوي وو،شاوخوا درې نیم زره کورنۍ زیانمنې شوې وې،ځلور زره جریبه ځمکه کرنیزه او باغ لرونکې ځمکه یې تخریب کړې وه او تر دوه سوو زیات څاروي هم وړې وو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ووايي د یادو زیانمنو شویو کورنیو له ډلې یواځې پنځه سوه درې څلوېښت کورنیو ته د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې د بودیجې څخه خوراکې توکې اخیستل شوي چې یاد شمیر کورنیو ته ته به ورکړل شي .
ده زیاته کړه د یادو نورو زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مرستې رسونې په موخه د بېلابېلو بېړنو غونډو په ترڅ کې د مرسته زسوونکو ادارو څخه غوښتنه کړې،چې دوی ته مرستې ورسوي خو تر دې دمه کومې ادارې له لورې هم د زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې ندې شوي .
د نوموړې به وینا اوس مهال زیانمنې کورنۍ له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي او که مرستې په وخت ورنکړل شي،نو ښایي یو ډول ناورین هم رامنځته شي .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر