د امریکا سفارت د عدلي او قضایي چارو مشر ډیویډ شوینډیمن په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د کونړونو له والي سره وکتل

په افغانستان کې د امریکا سفارت د عدلي او قضایي چارو مشر ډیویډ شوینډیمن په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د کونړونو له والي سره وکتل:
نوموړی پلاوی چې د امریکا د سفارت یو شمېرنورو لوړپوړو چارواکو هم پکې ګډون درلود د کونړونو له والي سره یې په عدلی او قضايي چارو سر بېره په امنتي او پرمختیایي برخو هم هر اړخیزې خبرې اترې ترسره کړې.
د کونړونو والي الحاج شجاع الملک جلالا په کونړونو ولایت کې د قضايي سیستم په څرنګوالي پلاوي ته معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه: په تېره یوه لسیزه کې زمونږ د ډېری نهادونو د رغېدا او پرمختګ ترڅنګ پدغه برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لرو چې ښه بېلګه یې د یو شمېر رسمي او غیر رسمي تورنو ډاګیزه محاکمې یادولای شو. نوموړي همداراز پدې ولایت کې د ترسره شوې پرمختیايي پروژې د کمیت له پلوه ښې خو د کیفیت له پلوه یې ډاډ منې ونه بللې چې لامل یې د ښې څارنې نه ترسره کول وبلل. د کونړونو والي له راغلي پلاوي څخه وغوښتل ترڅو ددې ولایت د اوسېدونکو د لومړنیو اړتیاو په پوره کولو، د حرفوي زده کړو پروګرامونو په ترتيبولو، د برېښنا په برابرولو او داسې نورو برخوکې ورسره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت د عدلي او قضایي چارو مسؤل هم د کونړونو والي وړاندیزونه پرځای وبلل او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.