
ولسمشر حامد کرزی به د روانې اګسټ مياشتې په وروستيو ورځو کې، پاکستان ته درې ورځنی سفر وکړي.داسې رېپوټونه شته، چې په دې سفر کې به د نوموړي سره د سولې شورا غړي هم ملتيا ولري.
حامد کرزی د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار سرتاج عزيز په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي. نوموړي د خپل سفر په مهال په کابل کې له ولسشمر کرزي غوښتي و، چې پاکستان ته سفر وکړي.
د لومړي وزير په توګه د نواز شريف تر ټاکل کیدو وروسته به، دا د حامد کرزي لومړنی سفر وي، چې پاکستان ته به تر سره کيږي.