
د ((طالبان پنجاب)) په نوم سره يوې ډلې خبري رسنيو ته د يوه ليک په استولو سره، د نواز شريف مسلم ليګ ګوند او د عمران خان د تحريک انصاف نه غوښتي، چې د دوی د نيول شوي کسانو له اعدام نه ډډه وکړي او کنه بیا به يې غچ واخستل شي.
د ((طالبان پنجاب)) ډله د پاکستان په سويل کې ډير پلويان لري. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په راتلونکې اونۍ کې به د دغه ډلې دوه تنه اعدام شي.