اسپانيا د دوبي تر پايه له بادغيس ولايت نه ځواکونه بهر کوي.

 د اسپانيا دفاع وزارت اعلان کړی، چې په افغانستان کې به خپل ځواکونو د بادغيس له ولايت نه په يوه مياشت کې، په بشپړه توګه بهر کړي.
د دغه اعلان مانا دا ده، چې اسپانيا له پروګرام او پلان نه مخکې، د خپلو ځواکونو د ايستلو پروسه ګړندۍ کړې خو ياده سرچينه زياتوي، چې د هرات په ولايت کې به له ۳۰۰ تنو لږ پوځيان پاتې شي.