د لغمان ولایت پولیسو د دوو جلا ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ میله وسلې او ۸ کیلو ګرامه تاریاک د دوو تنو سره یو ځای نیولي دي.


تیره ورځ یوولس نیمې بجې د لغمان ولایت د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو په یو تن باندې چې لاسي بکس یې ور سره و له شک کولو وروسته د ودرېدو غږ کړی و چې کس په پولیسو ډزې کړې وې او له سمیې یې د تښتیدو هڅه کړې وه چې وروسته د پولیسو له لوري هم ور باندې ځوابي ډزې شوې وې او په ټپي حالت کې د یو میل تفنګچې او ۸ کیلو ګرامه تاریاکو سره ونیول شو.
په ډزو کې یو تن پولیس هم برسیرن ټپي شوی چې دا مهال یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
بل لور ته تیر مازیګر ناوخته د لغمان ولایت پولیسو د امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد تر رهبرۍ لاندې د یو ځانګړي راپور له مخې یو تن چې د کاپیسا ولایت له الاسای څخه یې ۱۵ میله هنګري کلاشینکوفونه په کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي ول او غوښتل یې چې ننګرهار ته یې ولیږدوي د کابل جلال اباد په لویه لاره د سرخکانو په سیمه کې نیولی چې دا مهال تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دی.
دافغانستان اسلامي جمهوريت
سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره
لغمان ولايت
دفتر رياست
مطبوعاتو مديريت