دافغان ملت ، عطامحمد نور او محمد محقق ترمنځ دټاکنو په اړه خبرې روانې دي


ځینو رسنیو افغان ملت ګوند ته دنږدې سرچنیو دمعلوماتو په اساس کاږي : دولسمشرۍ د را روانو ټاکنو په اړه افغان ملت ، محمد عطا او محمدمحقق یوې موافقې ته نږدې شوې دي سرچینه دې خبرو اترو ته دسیاسي ټاکنیزو خبرو نوم ورکړې دی . تراوسه هیڅ یوې ډلې په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړې دشنونکو له انده کېدای شي دواړه اړخونه یوې پریکړې ته نږدې شوې وي .
افغان ملت ګوند په 1344 ز کې په افغانستان کې رامنځته شوې دی دخپل سیاسي تاریخ په اوږدو کې له هر ډول لوړو ژوو څخه تېر شوې دی ، دنورو ګوندونو برعکس مشران یې په هېواد او بهر کې ترور شوې دي دا ګوند اوس په دریو ډلو تقسیم شوې دی .
لومړی ډله : د ډاکتر انوار الحق احدي ده ،چې اوس یې مشري ستانه ګل شیرزاد کوي
دویمه ډله : د محمد امین واکمن ده ،چې له لومړنی هغې سره سخته مخالفه ده ، درېیمه هغه یې دارواښاد شمس الهدا شمس ده ،چې اوس یې مشري دنوموړي زوی اجمل شمس کوي .
دشنونکو له انده تېره لسیزه دافغان ملت دودې او پراختیا لپاره دافغانستان او ګوند په تاریخ کې تر ټولو زرینه دوره وه خو دګوند مشرتابه ونه توانیده ،چې وړشرایط دځان په ګټه وکاروي یوې سرچینې روهي ویبپاڼې ته څه موده وړاندې ویلي : دافغان ملت په ټوټه کولو کې ولسمشر کرزی هم لاس لري په دولت کې جیلاني پوپل ته لوړه څوکۍ او امتیازات ورکول ددې لامل شول ،چې پوپل دګوند دګټو پر ځای خپلو او دحکومت ګټو ته ژمن شي .
دیادونې ده ،چې محقق په یوې خصوصي ناسته کې دافغان ملت ګوند ځینو استازو ته ویلي دي ،چې زه نور له پنجشیر ګروپ او کندهاري سره وړاندې نه شم تللې .