رسنۍ: د ناټو په بمباريو کې له طالبانو سره يوځای ايرانيان هم وژل شوي.

 د العربيه رسنۍ لخوا په يوه خپاره شوي رېپوټ کې ويل شوي، چې دوه شپې مخکې، د فراه ولايت کې د ناټو په بمباريو کې ۱۵ تنه طالبان د ۲ ايراني وسلوالو په شمول وژل شوي دي.
رېپوټ زياتوي، چې په وژل شوو کې دوه تنه ځانمرګي او د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ملا ملوک هم شامل دي.
د فراه ولايت د پوليسو يوه تن مشر، جنرال اقا نور کين توز ويلي، چې طالبان د پشت رود ولسوالۍ د  برجک په سيمه کې په يوه پټنځای کې د يو شمېر ترهګريزو بريدونو د لارښونې لپاره راغونډ شوي وو، چې د ناټو تر هوايي بريد لاندې راغلل او ووژل شول.
يوه بل تن چاوراکي بيا په ياده ولسوالۍ کۍ د ۲۰ تنو طالبانو او ۴ تنو ايرانيانو د وژل کيدو خبر ورکوي.