په کراچي کې د ۶ تنو مړي موندل شوي.


 د پاکستان د پوليسو سرچينې وايي، چې تيره ورځ د دغه هېواد په سويل کراچي ښار کې، د ۶ تنو ناپېژندل شويو کسانو مړي موندل شوي دي.
وژل شوي کسان د ښار په مختلفو سيمو کې موندل شوي او پوليس وايي، چې دغه کسان د افراطي ډلو لخوا په ډزو سره ويشتل شوي او په وژل شوو کې يوه ښځه هم شته.
تر اوسه د دغو وژنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.