ملي امنيت: د ازبکستان د حرکت اسلامي ډلې غړي نيول شوي.

 د افغانستان د ملي امنيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د بدخشان په ولايت کې، د ازبکستان د حرکت اسلامي ډلې د ۹تنو غړو د نيول کیدو خبر ورکوي.خبرپاڼه زياتوي، چې په نيول شويو کسانو کې يو تن يې، چې د تاجکستان اوسيدونکی دی هم شامل دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې له دغو کسانو سره ۷۰ کيلو مخدره توکي، چې ۴۰ کيلو يې چرس دي او همداراز يوه اندازه سپکه وسله او د سرک د غاړې ماينونه هم نيول شوي دي.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ويلي، چې د طالبانو د يوه قوماندان عبدالفتاح نومي لخوا دوی ته په پاکستان کې ترهګریزې  زده کړې ورکړل شوي او بیا افغانستان ته استول شوي دي.