ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي بيارغانې ډلې ماموريت پای ته ورسيد.

په ميدان وردګو ولایت کې له شاوخوا اوه کلن ماموریت وروسته د ولایتي بیارغانې ډلې ماموریت پای ته ورسید.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې چې د دغه ولایت مرکز میدان ښار د ولایتي بیارغاونې ډلې په مرکز کې جوړه شوې وه،د دغه ولایت د والي سربیره په افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر،د پوهنې وزارت مرستیال، امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د ولایتي شورا مرستیال او د دغه ولایت دبېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ترکیې هېواد څخه مننه وکړه،چې د خپل ماموریت په دوره کې یې په دغه ولایت کې یوسلو دولس هغه پروژې چې د دغه ولایت خلک به ورڅخه تر ډېرو کلونو پورې ګټه واخلي ترسره کړي.
ده د مثال په توګه د ترکیې هېواد د ولایتي بیارغاونې ډلې له لورې د مسلکي انسټیټوټ ،د پولیسو روزنیز مرکز ،د شیدو د پروسس مرکز،سړو خونو،روغتونونو ته ودانۍ او ځینې نورو پروژو د پلي کولو څخه یادونه وکړه.
د میدان وردګو والي زیاته کړه: که څه هم د دوست هېواد ترکیې استازې له دغه ولایت څخه خپل کاري ماوریت پای ته رسوي خو له بل لورې د دې ولایت او یوشمیر نورو ولایتونو څخه د ولایتي بیارغونې ډلې تګ په دې معنا دی،چې اوس مهال افغانان تر ډېره حده پخپلو پښو ودریدلي دي .
د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمدحضرت جانان د ولسونو په استازۍ د ولایتي بیارغاونې د ډلې له مسؤلینو او ټولې کاري ډلې څخه په دې ولایت کې د ترسره کړیو کارونو له امله مننه وکړه او د دوی سره یې د اړېکو د نه پرېښودلو غوښتنه وکړه .
ده وویل : د ترکیې هېواد د دغه ولایت د ولسونو لباره په لسو بېلابېلو برخو کې،چې په کې پوهنې،روغتیا،امنیت،کلیو پراختیا او ځیني نورې شاملي دي خپلې پروژې ترسره کړي او دا به د دغه ولایت د اوسیدونکو لپاره د همیش لپاره نه هېریدونکي وي.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم وویل: زه د پوهنې وزارت په استازې په دغه ولایت کې د ترکیې هېواد دبیارغونې ډلې څخه ډېره مننه کوم،چې د خپل ماموریت په دوره کې یې درویشت ښوونځي جوړ کړي او د دې ترڅنګ یې د مسلکي انسټیټوټ جوړول او همدا راز د ولایتي بیارغونې ډلې جوړه شوې ودانۍ په دې ولایت کې د پوهنې ریاست ته سپارل یې له دوی سره له اړینو مرستو څخه دي
به افغانستان کې د ترکیې هېواد سفیر بساط اوزترک وویل: د میدان وردګو ولایت د مسؤلینو او ولسونو له لورې په دغه ولایت کې د دوی د استازو په ښه توګه مېلمه پالنه شوې او دوی هم د خپل کور په څېر د بیارغاونې په برخه کې کارونه کړي.
ده زیاته کړه: دا به دې مانا نده،چې دوی به له میدان وردګو ولایت څخه ولاړشي او له دغه ولایت سره به خپلې مرستې ودروي،بلکې له دغه ولایت سره به نور هم خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او له افغانستان او په ځانګړي ډول به له میدان وردګو ولایت سره د خپلې دوستۍ اړیکې هم دوامداره وساتي.
د یادې غونډې په پای کې د میدان وردګو د والي له لورې د ترکیې هېواد ټولو مسؤلینو او مامورینو ته برابرې شوې ډالۍ هم ورکړل شوې .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر