سيلابونو په خوست کې درې تنه وژلي.

سيلابونود خوست ولايت په بېلابېلوسيموكې خلكوته په درنو مالي زيانونو سربېره درې كسان مړه كړي او څلور نوريې سخت ژوبل دي، په مړو كې دوې ميرمنې دي، سيلابونو د مرکز اړوند د متون، لكڼو، دوه منده او د سېدخېلو په سيمه کې په سلګونو جريبه كرنيزې ځمكې وړي او همداشان يې د خوست او ګردېز ترمنځ غځېدلې لاره ځاى، ځاى سخته تخريب کړې او په اوږدو كې يې، يو شمېر پلونه او پلچکونه د ورانېدو له خطر سره مخامخ دي، د خوست چاروكو له ولس غوښتنه وكړه چې د لرګيو لاسته راوړلو لپاره خپل خوږ ژوند قرباني نه کړي، او خوړونو ته دې نه ورځي.
د دووشنبې په شپه او سهارد خوست په مرکز او ولسواليوکې بارانونو او ږلۍ د وريدو له امله په راوتلو سيلابونوکې خلکوته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي، سختوسيلاوونو د مرکز اړوند د متون په سيمه کې پرزيات مالي زيان سربېره دوې مېرمنې او د دوه منده ولسوالۍ د سيدخېلو په سيمه کې يو ځوان مړكړى، همداشان څلور نور چې ژوندي را ايستل شوي، سخت ژوبل دي، د خوست د والي وياند مبارزمحمدځدراڼ وايي چې سيلابونو په دوه منده ولسوالۍ كې يوشمېر دوكانونه او د ميليونو افغانيوپه ارزښت هغه لرګي وړي چې د خرڅلاو لپاره له غرونو راوړل شوي وو، او هم يې د خوست او ګردېز لاره ځاى ځاى تخريب کړې، اواوس هم د دغې لارې په اوږدو کې ځيني پلونه او پلچکونه د ورانېدو له خطر سره مخامخ دي، ده له فوايدعامې وزارت غوښتنه وكړه چې سړک ته جدي تهديد متوجه دى اوبايدپه خت يې غم وخوړول شي.
د خوست چارواكو له خلكوغوښتنه وكړه چې د لرګيولاسته راوړلو لپاره خپل ژوند قرباني نه کړي او كه بياهم يوڅوك يا يې كورونه، پلونه او عامه شتمنۍ له خطر سره مخامخ کيږي، له دولتي مسوولينوسره دې يو ځاى په ساتلواو مخنيوي کې هڅې وکړي، ځكه راتلونكوڅوورځوكې هم د شړكنده بارانونو اټل شوى دى، يوه اوونۍ وړاندې هم سيلابونو په خوست كې شل كسان وړي وو چې اته يې ژوندي را ويستل شول خو دولس نوره يې مړه شول.