افغان هېکرانو درې سوه پاکستانۍ وېب پاڼې هېک کړې


\"Pakistani 
د (افغان سايبر پوځ) په نامه افغان  هېکرانو په تېرو دوو ورځوکې درې سوه پاکستانۍ وېب پاڼې د پاکستان د توغنديزو بريدونو په ځواب کې هېک کړې. په هېک  شويو پاڼو کې دولتي وېب پاڼې او بېلابېلې سوداګريزې پاڼې شاملې دي. زياتره هېک شوې پاڼې دغه ډومېنونه لري:
ajklgrd.gov.pk, lg.gok.pk, lgrdd.gok.pk and lgrd.gok.pk.
 په پورتنيوډومېنونو کې دgok.pk ډومېن د آزاد  کشمير د حکومت  له خوا ثبت شوی دی. افغان سايبر پوځ پر هېک شويو پاڼو ليکلي، چې: دا پر کونړ او ننګرهار د توغنديزو بريدونو ځواب دی، بل ځلې لا سترو زيانونو ته سترګې په لار اوسئ! موږ به  هېڅ بريد بې ځوابه پرې نږدو.