د فرېبا احمدي مېړه د هغې د تښتول کېدلو خبر ردوي


په ولسي جرګه کې د کندهار د وکيلې (فرېبا  احمدي کاکړ) مېړه محمد داود له آزادي راډيو سره په مرکه کې د فرېبا احمدي د تښتول کېدو خبر رد کړی او ويلي دي، چې نوموړې د اګسټ په ۱۰ نېټه په يوه رسمي سفر ترکيه ته تللې وه. خو د کندهار د ولايتي شورا رييس (سيد جان خاکرېزوال) د  هغه خبره نه مني او وايي چې فرېبا ټوله روژه په کندهار کې وه او کله چې له کندهار څخه کابل ته پر لاره  وه، په غزني کې  له خپلو څلورو ماشومانو، موټر چلوونکي او آشپزسره د وسله والو  له خوا وتښتول شوه.