
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند جانان موسی زي پرون خبریالانو ته وويل، چې ډېر زر به د افغان حکومت او
طالبانو تر منځ په ترکيه يا سعودي عربستان
کې د سولې خبرې پيل شي. ده وويل چې د
افغانستان حکومت غوره بولي چې طالبانو ته د افغانستان د ننه دفتر ورکړي، خو که
چېرې طالبان له افغانستان څخه بهر د دفتر پر پرانيستلو ټينګار کوي، نو کېدای شي دا دفتر په
ترکيه يا سعودي عربستان کې ورکړل شي. د ده په وينا چې افغان حکومت په دې برخه کې
پر کار لګيا دی.