
د ناروې لومړي وزير (جېنز شتولتن برګ) يوه ورځ د
اوسلو په بېلابېلو سيمو کې په بدله جامه ټکسي
وچلاوه. د ده موخه دا وه چې وپوهېږي خلک واقعاً څه فکر کوي او د ده په اند
ټکسي هغه ځای دی چې د خلکو نظريات ډېر ښه څرګندېدای شي. يو شمېر کسانو لومړی وزير
پيژندلی و، خو يو شمېر نور بيا نه وپوه شوي چې د دوی ټکسي چلوونکی څوک دی.