د افغانستان  په ختيځ  کې درې تنه بهرني سرتېري ووژل شول

آيساف په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې خبر ورکوي، چې درې تنه سرتېري يې د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو  مخالفينو په بريد کې وژل شوي. په اعلاميه کې د وژل شويو د هويت او  د پېښې د ځای په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. له دغو تلفاتو  سره سږکال د آيساف د تلفاتو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېد.