
له کونړ څخه خبرونه وايي، چې د دغه ولایت د چپې
درې ولسوالۍ له څلورو ورځو راهيسې د طالبانو له خوا کلابند ده او د ولسوالۍ پر
ودانۍ او شاوخوا پوستې پرله پسې بريدونه روان دي.
په دغو بريدونو کې درې تنه سرتېري ټپيان شوي، خو
افغان ځواکونه يې تر اوسه پر انتقال نه دي بريالي شوي.
چپه دره د کونړ يوه غرنۍ دره ده، چې له څو کلو
راهيسې په پرله پسې توګه کلابند کېږي او
بيا ژغورل کېږي.