
په قطر کې دطالبانو ددفتر له تړل کېدو څو وروسته دولسمشر حامد کرزي مشر ورور قیوم خان کرزی په افغانستان کې دسولې دخبرو له جریان سره یو ځای او په دوبۍ کې یې په هغو خبرو کې وڼده درلوده ،چې دسولې دشور ا د دارالانشاء دمشر معصوم ستانکزي په مشرۍ په دوبۍ کې ترسره شوې .
حکومت په دې موخه دوبۍ ته خپل استازي استولي دي ،چې طالبان دیته رامات کړي ،چې دولت دسولې په برخه کې جدي دي . خپله طالبانو ددې کتنو په اړه جزیات نه دي ورکړي خو دومره یې ویلي دي ،چې دحامد کرزی په پرتله قیوم کرزی ددې وړتیا لري ،چې دسولې پروسه پر مخ بوځي .
دراپورونو له مخې د طالبانو له اړخه شیرعباس ستانکزي ددې خبرو مشري کوله .
په دې اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي .