امريکا به ملي اردو ته د بې پيلوټه الوتکو سربېره  ۲۴ جنګي الوتکې ورکړي

د افغانستان ملي د فاع وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې امريکا به ډېر زر ۲۴ ( سي- ۱۳۰) ډوله الوتکې او ورسره  يو شمېر وړې ډرون  الوتکې د افغانستان ملي اردو ته ورکړي. دا پر هغو  شل (سوپر ټوناکو) الوتکو سربېره دي، چې د ملي اردو لپاره اخېستل شوي او ډېر زر به وسپارل شي. دولت وزيري ويلي، چې د سيمرغ عمليات او د ازرې عملیات افغان وسله والو ځواکونو په بشپړ  استقلال سره ترسره کړي او هوايي ځواک هم د  ځمکنيو ځواکونو ډېر نږدې او بريالی ملاتړ ترسره کړی دی. د ده په وينا چې په دغو عملياتو کې يې دښمن  ته درانه زيانونه اړولي دي.