
د طالبانو وياند
(ذبيح الله مجاهد) رسنيو ته په وينا کې د هندوستان دا ادعا چې افغان طالبان د
کشمير د کنټرول پر کرښه د هندي سرتېرو په
وژلو کې لاس لري، په کلکه رد کړل. ده وويل چې د
هندوستان دا ادعا بې بنسټه او غير منطقي ده. مجاهد وويل، چې دوی يو ځل بيا نړيوالې ټولنې ته ډاډ
ورکوي چې له افغانستان څخه بهر به پر هېچا بريد
ونه کړي او نه دا ډول بريدونه په پام کې لري. ده وويل چې نړيواله ټولنه په
دې پوهېږي، چې دولس کاله کېږي چې بهرنيانو پر افغانستان يرغل کړی او موږ دا دولس کاله له بهرني يرغل سره په جهاد اخته
يو.