پر وژل شويو چيني اتباعو د بدلمنۍ شک کېږي

پرون درې تنه چينې اتباع له يوه افغان سره د کابل په يوه کور کې مړه وموندل شول. په وژل شويو چينايانو کې دوه تنه يې مېرمنې او يو تن يې نارينه وو. چيني چارواکو اعلان وکړ، چې دوه تنه نور اتباع يې ورک دي، خو وروسته يې وويل چې يو تن يې خوندي دی او بل يې وژل شوی دی. پر وژل شويو چينايانو د بدلمنۍ شک  کېږي. فحاشي يا بدلمني د افغانستان د قوانينو له مخې منع ده.