
سويډن پرون اعلان
وکړ، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان لپاره خپلې مرستې تر ۵۰۰ ميليون ډالرو
پورې زياتې کړي. دا مرستې له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په پام کې نيول شوي او موخه يې د کارونو رامنځته کول
او د خصوصي سکټور پياوړي کول دي. دا د افغانستان لپاره د سويډن په مرستو کې ۴۰
سلنه زياتوالی دی.
تېر کال د توکيو
په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې د افغانستان لپاره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۱۶
ميليارد ډالرو مرسته منظور کړه.، سويډن چې
د ناټو غړی نه دی او د آيساف په چوکاټ کې يې ۴۰۰ سرتېري په افغانستان کې خدمت کوي،
له ۲۰۱۴ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ۸.۵ ميليارد کرونو مرستې ژمنه کړې ده.