د کابل په شمال کې سېلابونو درانه زيانونه اړولي دي

پرون په کابل کې د سخت ورښت له امله د  کابل په شمال او لوېديز کې سېلابونه راوتلي، چې له امله يې د شکردرې په ولسوالۍ کې شل تنه مړه شوي او يو زيات شمېر کورونه اوبو وړي دي. په پغمان کې هم هم يو ماشوم سېلاب خوړلی دی. د کابل د والي (عبدلجبار تقوا) په وينا يوازې په شکردره کې دېرش کورونه له منځه تللي دي.
همداراز پرون د کابل په ځينو سيمو کې درنه ږلۍ هم ورېدلې چې کېدای شي فصلونو ته هم دروند زيان اوښتی وي. پرون مازيګر د کابل ښار زياتره سړکونه د مناسب کاناليزاسيون د نشتوالي له کبله اوبو لاندې کړي وو او لارې د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله تړلې وې.