اختره راشه


اختره راشه راشه د افغان په لوړو غرونو
په زر ځله ستړی مه شې د افغان په خفه زړونو
دا کال لکه تېر کال غوندې لرمه ډیرې هیلې
افسوس لکه  د تېر غوندې به تیر شي په ویرونو
لا هغسې په بڼ کې دا لوګر په زغرده ګرځي
نن بیا دې د پرون په شانی نمانځم په غمونو
د ګلو غوټۍ ټولې لاهماغسې دي وچې
خزان لا تللی نه  دی لا روان دی په ګلونو
څپې د تورو لړو لا دېره زموږ په کلي
سرې اوښکی لا هاغه دي کمې نه شوې په مخونو
د لمر وړاندې لا ورکې د تورتم کیږدۍ دي پلنې
تور کاڼي لا ورېږي افغانانو په کورونو
وجود مو لا هماغسې ټوټې ټو ټې ښکاریږي
اندام اندام لا پروت دی زګیروي خیژي له دردونو
په زړونو لا ټپي یو شکنجه کېږو لا لپاسه
دا ظلم لا روان دی دا لړۍ شوه د کلونو
دا وینې او که اوښکې دي روانې په لښتو کې
قتلونه دي قتلونه سم لو ګډ دی د سرونو
شوې وچې زما څانګې د فلک له دې نادودو
 اوس رحم په ما نه کړي لا مې ولي په تو پونو
پړونی د حیا او پت یې یوړلو له ځان سه
 هم قبر ته کوزېږي  لا مې ناوې د ودونو
نه یتیمو او ښکو نه یې کونډو ته نظر وکړ
هره ورځ رادرومي جنازې لا په سلګونو
د پیغلو ګودر وران د مازیګر منګی مات شوی
نه خالونه یې په تندي شته نه نکریزي په لاسونو
جهان راپسې شوی چې شمله مې کړي راښکته
په ویاړ مې کړي ملنډې سپکاوی مې د پلرونو
 نوڅنګه به دې ونمانځم اختره په خوښۍ نن
ګېله درنه مطیع کړي عاجزي او په عذرونو