
نن يکشنبه، د ترکمنستان اوسيدونکي د خټکي جشن، په کنسرتونو، ډله ييزو چکرونو او تياتري نندارو او ويناګانو سره نمانځي.د نمانځنې پر مهال به د خواږو تر څنګ خټکي او هندوانې هم خلکو ته د خوراک لپاره وړاندې شي.
د ريانوستي د رېپوټ پر بنسټ، د دغه جشن د نمانځلو مفکوره د ترکمنستان له پخواني جمهور رييس سفرمراد نيازوف (ترکمن باشي) يا د ترکمنانو پلار سره پيدا شوې وه او موخه يې په هېواد او نړۍ کې د دغه هېواد د خټکيو نامتو کول دي. دغه جشن هر کال د اګسټ مياشتې په دوهمه يکشنبه کې نمانځل کيږي.
ترکمنان په دې اند دي، چې د دوی خټکي په نړۍ کۍ تر ټولو غوره او خواږه دي. د غه ترکمنانو نظر ځکه سم دی، چې دوی د افغانستان خټکي نه دي ليدلي او که ويې ګوري نو حتما دا فکر ورسره پيدا کيږي، چې تاسې يې ولې جشن نه لری؟!