بلوچستان کې يو قومي مشر وژل شوی.

 د سرک غاړي په بمي چاودنه کې، د بلوچستان يو قومي مشر زارا خان وژل شوی دی.
سيمه ييز پوليس وايي، چې دا په بلوچستان کې د ترهګريزو بريدونو د لړۍ د دوام پېښه ده. سرچينه زياتوي، چې دغه پر دغه قومي مشر، چې د بوګتي دره سيمې دی، د رېموټ کنټرول پر مټ د ده په موټر پسې چاودنه شوې او د نوموړي موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
په دې وروستيو کې د کويټې ښار د يو لړ ترهګريزو بريدنو شاهد وو، چې زياته مرګ ژوبله په کې رامنځته شوه.