د ايټاليا سواحلو سره ۶ تنه مهاجر د ورتګ پر مهال په اوبو کې ډوب شوي.

 په مهاجرو پسې د بيړيو اوښتلو او غرقيدلو پېښې په دې وروستيو کې زياتې شوي، ځکه د ناکراريو له امله د مهاجرينو په شمېر کې زياتوالی راغلی.
اوس له دغه ډول پېښو سره نه يوازې افغانان مخ دي، بلکې د سوريې او مصر خلک د ښه راتلونکي وخت په تمه مهاجرت ته مخه کوي.
تيره ورځ د ايټاليا د (( سيسلي)) ټاپو سواحل ته نږدې، د ۶ تنو سوري مهاجرو مړي په اوبو کې وموندل شول. د دغو مهاجرو بيړۍ ساحل سره نږدې اوښتې او ۶ تنه په دې ونه توانيدل، چې ساحل ته په لامبو ځان ورسوي خو پاتې کسانو ځانونه ژغورلي دي.