عراق کې هم اختر په وينو لړلی و؛ ۶۰ تنه په چاودنو کې وژل شوي.

 د رويټرز خبري اژانس، د عراق د روغتيپالو او امنيتي سرچينو له قوله خبر ورکړی دی، چې تيره ورځ شنبه په دغه هېواد کې د چاودنو په پايله کې ۶۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه ټپيان شوي.
زياتره چاودنې، د بغداد په هغه سيمو کې رامنځته شوي، چېرې چې د شيعګانو کافي ګانې او جوماتونه دي او زياتره مرګ ژوبله په بغداد کې پېښه شوې.
همداراز له بغداد نه بهر هم د يوې چاودنې خبر ورکړل شوی، چې ۱۰ تنه په کې وژل شوي او ۴۵ هم ټپيان دي.
\"\"