فراه کې بمي چاودنې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژلي.


 د افغانستان په لويديځ فراه ولايت کې، د سرک د غاړې د ماين په چاودنه کې، د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي وژل شوي دي.
د فراه ولايت يوه تن امنيتي چارواکي احمد فواد عسکري ويلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کورولا ډوله  د سرک د غاړې پر يوه ماين وربرابر شو او چاودنه وشوه. نوموړي زياته کړې، چې دغه موټر د فراه ولايت د مرکز په لور روان و او د دې پېښې عاملين طالبان دي.
تر اوسه د طالبانو لخوا د دې پېښې په هکله څه نه دي ويل شوي او د ملکي خلکو د وژنې په صورت کې دوی د مسووليت له منلو ډډه کوي.