
زيمباوه به د يوه پټ تړون پر بنسټ ، ايران ته د اټومي بم د جوړولو لپاره اړين عنصر يورانيم لرونکي معدني مواد صادر کړي.
بريتانيايي ورځپاڼې ((ټايمز))، د زيمباوه د کانو وزارت د پخواني مرسيتال (( ګيفت چيمانکره)) له قوله ليکلي، چې دغه چارواکي شهادت ورکړی، چې ايران ته د يورانيمو د صادراتو تړون يې ليدلی خو د تړون پر مهال دی، هلته نه و. د رېپوټ له مخې، دغه تړون تير کال لاسليک شوی او د دغه خبر تر په ډاګه کيدو وروسته، د لويديځو هېوادنو لخوا د ګواښ اندېښنه زياته شوې.
رابرټ موګابې د زيمباوې جمهور رييس په ۲۰۱۰ ز کال کې، دغه هېواد ته د احمدي نژاد د سفر په مهال ويلي وو، چې: زموږ ميلمه ته بايد ډاډ ورکړل شي، چې زموږ هر ډول مرسته او همکاري به ورسره وي او د ايران د اټومي پروګرام نه هم ملاتړ کوو.
تر اوسه د ځنیو ستونزو له امله، ايران ته له زيمباوې نه يورانيم نه دي صادر شوي او د شنونکو په وينا اوږده لاره پاتې ده، خو له دې سره سره ايران د اټومي وسلې د جوړولو لپاره زياتې هڅې پيل کړي او داسې وړاندوينې کيږي، چې په راتلونکي کال کې به د اټومي بم د جوړولو جوګه شي.