يوه امريکايي د خپلې ميرمنې تر وژلو وروسته، د هغې انځور په فيس بوک کې خپور کړ.


 د امريکا د فلوريدا یو تن اوسيدونکی، د خپلې ميرمنې د قتل په تور وروسته له هغې ونيول شو، چې د مقتولې په وينو لړلی انځور یې د فیس بوک له لارې خپور کړ.
دريکا مدينا۳۱ کلن دی او د خپلې ميرمن جنفر الفونسو د وژنې په تور به محاکمه شي او تر ثبوت وروسته په دغه ایالت کې د مرګ سزا هم ورته ورکول کیدی شي.
د رېپوټونو پر بنسټ، په يوه محکمه کې، چې له زندان نه د کمرو په واسطه يې پوښتنو ته ځواب ويلو، په دې اعتراف کړی، چې خپله ميرمن يې په ډزو سره وژلې.
د نوموړي دا جنايت وروسته له هغې د رسنيو د پام وړ وګرځید، چې په فيس بوک کې يې د خپلې وژل شوې ميرمنې انځور خپور کړ او ويې ليکل: زه د خپلې ميرمنې د وژنې په تور به يا زندان ته ځم او يا به اعدام کيږم. فيس بوکيانو، د ځان پاملرنه کوی. ما به په خبرونو کې ووينی!