امريکا له ۱۹ تړل شوو سفارتونو ۱۸ بيرته پرانيزي.

 امريکا وايي، چې په منځني ختیځ او افريقا کې به، له يمن پرته، په نورو ټولو هېوادنو کې خپل تړل شوي سفارتونه بيرته پرانيزي.
څو ورځې مخکې د امنيتي ګواښونو له امله، امريکا د يو شمېر خپلو سفارتونو د تړلو پرېکړه کړې وه. د دغه سفارتونو د تړلو لپاره په رسنيو کې راز راز  لاملونه ښودل شوي وو، چې په ټوليزه توګه يې له امنيت سره تړاو درلود.
د ((نيويارک ټايمز)) ورځپاڼې په يوه رېپوټ کې په ليکل شوي و، چې د القاعده د مشر ايمن الظواهری او په يمن کې د القاعده د ډلې مشر ناصر الحبيشي تر منځ تيلفوني خبرو د دې لامل و، چې په منځني ختيځ او افريقا کې د امريکا ۱۹ سفارتونه وتړل شي.
د رېپوټ له مخې، الظواهري الجيشي ته سپارښتنه کړې وه، چې په سيمه کې د امريکا د ګټو پر ضد دې بريد تر سره کړي.
په يو بل خبر کې، د امريکا لوړپوړي چارواکي ويلي، چې د القاعده د هغه چاوديدنکو نويو توکو نه په اندېښنه کې دي، چې مايع يا اوبلن شکل لري او دوی يې تر اوسه نه پيژني.
د (( اېنډيپنډينټ)) ورځپاڼې، د دوو لوړ پوړيو امريکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه مايع چاوديدونکي توکي داسې خاصيت لري، چې د بېلګې په توګه کالي په کې لانده کړې او تر وچيدو وروسته چاودنه رامنځته کوي.
داسې اټکل کيږي، چې دغه نوي چاوديدونکي توکي به د يمن دالقاعده لخوا او د ابراهيم الاسيری نامتو بم جوړونکي په لاس جوړ شوي وي، چې د سعودي عربستان تبعه دی.