
د رويټرز خبري اژانس د چينايي رسنيو له قوله ليکي، چې په کابل کې د چين سفارت د دې خبر پخلی کړی، چې په کابل کې په يوه ودانۍ کې د دريو تنو چينايانو مړی موندل شوي او همداراز دوه تنه نور تري تم شوي.
د رېپوټ پر بنسټ، د اختر په لومړۍ ورځ د چينايانو مړي موندل شوي، خو تر اوسه په دې هکله مالومات نشته، چې موندل شوي کسان نارينه دي او که ښځينه او د مرګ لامل يې څه دی.
په افغانستان کې چينايي سوداګر او کارکوونکي له امنيتي پلوه اندېښمن دي؛ یو شمېر هغه انجينيران او کارکوونکي، چې د تير کال په نومبر کې د لوګر د عينکو د مسو په کان کې تر توغنديز بريد لاندې راغلل، له افغانستان نه د وتلو پرېکړه وکړه، چې شمېر یې۱۵۰ تنو ته رسيده.