
د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قریشي نن د نېکمرغه کوچني اختر په دویمه ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
نوموړی د قرباغ ولسوالۍ اوسیدونکی و او پر افغلنستان باندې د روسانو د يرغل پر مهال، د دوی پر ضد جهاد کې یې برخه درلوده.
ده له شاوخوا دوه کلونو راهیسې د میدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر په توګه دنده درلوده.