په لبنان کې ۲ترکي پيلوټان تښتول شوي دي.


د ترکش ايرلاينز دوه پيلوټان په بيروت کې هغه مهال تښتول شوي، چې د هوايي ډګر نه د هوټل په لوري په سرويس کې روان وو.
د ترکيې خبري رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، دغه دوه تنه نن ورځ تښتول شوي؛ تښتوونکو لومړی د يو بل موټر په واسطه سرويس موټر درولی او دواړه پيلوټان يې له ګاډي راښکته کړي او له ځانه سره په ناڅرګند لوري بيولي.
يو ترکۍ رسنۍ دوغان ليکلي، چې ښايي دغه موضوع د هغه ۱۱ تنو لبنيانو سره تړاو ولري، چې د سوريې په حلب کې د ياغيانو لخوا تښتول شوي.