
امريکا په لاهور کې خپلو ټولو ګومارل شوو غيرضروري کسانو ته ويلي، چې له پاکستان نه دې بهر شي.
د امريکا يو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې په لاهور کې مو پر ديپلوماتانو د بريد پلان کره شواهد تر لاسه کړي دي، له همدې امله مو خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له دغه هېواد نه ووځي.
د ده په وينا، چې دغه پرېکړه يو احتياطي ګام دی او په سيمه کې د نورو تړل شوو دفترونو سره تړاو نلري.
امريکا همداراز له خپلو اتباع غوښتنه کړې، چې که پاکستان ته يې سفر ډير ضروري نه وي، دغه هېواد ته د سفر کولو دې ډډه وکړي.
امريکايي چارواکي وايي، چې د پاکستان او بهرنيو ترهګرو ډلو د فعاليتونو له امله اوس دغه هېواد د امريکايانو لپاره ډير ګواښمن شوی دی.
د يادونې ده، چې په نړۍ کې د امريکا د سياست پر مقابل کې کرکه زياته شوې، چې ان په اروپا کې د دغه هېواد د څارګرو کړنو له امله د خلکو غوسه راپاريدلې ده.
په اسلامي نړۍ کې د امريکا ضد روحيه د دې لامل شوه، چې په منځني ختيځ او افريقا کې د دغه هېواد ۱۹ سفارتونه وتړل شي.