
د بلوچستان مرکز کوټه کې ۹ تنه له جومات نه تر راوتلو وروسته، په ډزو سره وژل شوي. دغه ډزې د فاروقيه پر جومات کې هغه مهال شوي، چې خلک د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته له جومات نه نه په راوتلو کې وو.
په جومات کې د لمانځه لپاره د پيپلز پارټۍ پخوانی ايالتي وزير، علي مدد جتګ هم راغلی و، خو زيان نه دی ورته رسيدلی. په ډزو سره ۱۵ تنه ټپيان شوي هم دي.
پوليسو له دې پېښې سره په تړاو کې څلور تنه نيولي دي او ويل کيږي، چې دغه ډزې د دوو ډلو تر منځ د تربګنۍ له امله شوي.تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د يادولو ده، چې په دې وروستيو کې په بلوچستان کې د ناامنۍ او مرګ ژوبلې پېښې ډيرې شوي؛ تيره ورځ هم د يو لوړ پوړي پوليسو د چارواکو په شمول، ۳۰ تنه د جنازې په مراسمو کې وژل شوي دي.