
په جنوب ختيځ زون کې د ٢٠٣ تندر قولوادرو مربطو پلي لوا د خپلو وروستو کړنو او لاسته راوړنو په بنياد د ولسمشر له خوا د زړه ورتوب په مډال ولمانځل شوه.
د همدې لمانځنې لپاره په موخه د لوا په قوماندانۍ کې يو لړ مراسم نيول شوي ول چې په خوست والي عبدالجبار نعيمي سربېره، د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندان ډګرجنرال اسحاق نوري، د ولايتي شورا رئيس سيدکريم خان خاکسار او د همدې شورا غړو، امنيه قوماندان ملپاسوال عبدالقيوم باقيزوى، د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت، د سولې ولايتي کمېټې مسؤل مولوي حنيف شاه حسيني، د علماء شورا مشر مولوي شاه محمد او ګڼ شمېر سرتيرو ګډون کړى و.
د مراسمو په پيل کې راغلو مېلمنو ته د حُسن تعظيم په خاطر قطعه وړاندې شوه له هغه وروسته د لوا د غونډو په تالار کې مراسم د قران پاک په تلاوت پيل شول، ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي سرود وغږول شو.
په لومړي سر کې د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصر هدايت له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د دوى کړنې يې وستايلې او دې سره خوا کې يې په دې تېرو څو مياشتو کې خپلې لاسته راوړنې بيان کړې.
ده وويل، که موږ د روان کال له لومړي سره څخه تر اوسه پورې ٨٣٨٠ ځلې ګزمې او عمليات مو ترسره کړي، ٣١ ځلې مو قاطع عمليات کړي، ٣٤٨ ځلې مو عمومي عمليات کړي، ٢ ځلې مو ديسانت کړى دى.
د ده په خبره له موږ سره په ډېريو عملياتو کې ملي پوليس او ملي امنيت هم ونډه اخيستې، چې په ځينو کې يې نړيوالو ځواکونو هم ملګرتيا کړې ده، خو ٩٠ سلنه عمليات مو د بهرنيانو له ملاتړ پرته ترسره کړي چې بريالي شوي هم دي.
ښاغلي جنرال وويل، په دې عملياتو کې مو ګڼ شمېر ماينونه نيولي يا چاودلي، ٢٦٩ تنه دښمن مو له منځه وړى، ٣٨ تنه مو ټپيان کړي، ١٩ تنه مو نيولي، ٤ عرادې مو موټر ترلاسه کړي، او بې شمېره درنې او سپکې وسلې لاسته راغلي دي.
بريدجنرال محمدناصرهدايت وويل چې د انتقال په دريم پړاو کې موږ په ډېرو ولسواليو کې بېسونه سپارل شوي چې په ډېر ښه ډول مو ترې ساتنه کړې ده.
په څلورم او پنځم پړاو کې تصميم شته چې په خوست او پکتيا کې ټولې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولو.
ښاغلي هدايت وويل چې هغه عمليات چې د ازرې په ولسوالۍ کې پيل شوي ډېرى ګډون په ډېر زړه ورتوب او مېړانې همدې پلي لوا په کې برخه اخيستې چې ډېر ښې لاسته راوړنې لري، ځکه اوس په بشپړ ډول ولسوالي د دولت په لاس کې ده او خلکو ته يې د عادي ژوند زمېنه برابره کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د جلب جذب عمومي قوماندان ډګرجنرال اسحاق هم له خپله اړه د لومړۍ پلي لوا کړنې او لاسته راوړنې وستايلې او د ولسمشر له لوري يې دا مډال د دې لوا حق وبللو.
ده په خوست مېشتو غږ وکړ چې لکه څه ډول چې د جهاد په دوران کې دا خلک مخکښ ول اوس بايد د بيارغونې په ډګر کې هم د ټولو سرلاري او مخکښان شي.
ده په ولسونو غږ وکړ چې تاسو بايد د خپلې ملي اردو ملا وتړئ ترڅو دوى هم په ډېرې مېړانې درته د سولې او ارامه ژوند زمينه مساعده کړي.
خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کې له ملي دفاع وزارت څخه مننه وکړه چې دوى خپل راپورونه وخت په وخت ولسمشر ته ورکړي ترڅو هغه دا کاري وړتيا او هڅو ته په کتو د خپلو سرتيرو او افسرانو د لا تشويق په خاطر دا لوا په زړه ورتوب مډال سره ولمانځي.
خوست والي د ملي دفاع وزارت دا اقدام چې هر ولايت ته يې د اختر په ورځو کې استازي لېږلې ترڅو د خپلو سرتېرو او افسرانو حال واخلي ډېر د ستاينې او قدردانۍ وړ وبللو.
خوست والي په ملي اردو غږ وکړ چې ولس ستاسو تر څنګ ولاړ دى تاسو بايد لا هم ولس ته هغه مينه او اخلاص وړاندې کړئ د کوم له لارې چې هم تاسو ته خپل زړه درکوي.
خوست والي په خلکو او چارواکو غږ وکړ چې د يوه کس په تېروتنه دې يو ارګان بدنامه نه بلل کېږي ځکه که افراد تيروتنې کوي خو ښه دا ده چې د اصلاح لپاره يې ټول په ګډه کوښښ وکړو.
ښاغلي نعيمي نظامي ځواکونو ته په اشارې وويل چې تاسو هغه خلک ياست چې په ښارونو او کليو کې پرته له دې چې تاسو شتون ولرئ پر تاسو افتخار کوي او ستاسو نېکې کارنامې ستايي.
خوست والي د ګيلې په ډول له هغو خلکو او رسنيو چې په مرکزې کې فعاليت کوي وويل، موږ ډېر پرمختګونه او لاسته راوړنې لرو په داسې حال کې چې هېڅ رسنۍ يې ورته انعکاس نه ورکوي خو که چېرې يوه وړه بده پېښه رامنځته شي بيا هره ورځ تبصرې پرې روانې وي او په يوه شېبه کې په سلګونه تيلفونونه راځي چې ولې دا پېښه رامنځته شوې ده، د د ملي دفاع وزارت له استازي وغوښتل چې تاسو بايد دا خبره د امنيت په شورا کې شريکه کړئ، ځکه په يوه هېواد کې رسنۍ د خلکو د افکارو د جوړېدو مسؤليت لري نه د تخريب او خرابي.
له خوست والي وروسته د خوست امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى، د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي، د ولايتي شورا مشر سيدکريم خان خاکسار او د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي حنيف شاه حسيني په خپل وار سره خبرې وکړې، او دوى هر يوه په خپل وار سره د دې وياړلي مډال مبارکي لومړۍ پلي لوا منسوبينو ته ورکړه.
ښاغلي غازيواز تڼي وويل چې دا هېواد نه يوازې په سرتيرو يا افسرانو حق لري بلکې د دې ساتنه د هر افغان دنده او مسؤليت دى ځکه په دې هېواد کې پيدا شوي يو، لوى شوي يو، له دې خاورې مو استفاده کړې ده او په دې خاوره کې به مرو، دا چې موږ په خپله ونه ساتو داسې څوک نه شته دې د دې ساتنه راته وکړي.
د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي حنيف شاه حسيني وويل مډالونه په قربانې او سرښندنې ګټل کېږي، دا چې لومړۍ پلي لوا ته مډال روکړل شو خامخا به دوى له خپله اړه د هېواد په مقابل کې قرباني وکړي وي.
ده د خداى(ج) په درګاه کې دعا وکړه چې خداى(ج) دې هغه ورځ پر افغانانو راولي چې ټول په سوله او امن کې د يوه بيرغ لاندې سره راټول شوي وو، ځکه دا ولس نور له جګړو او بدبختيو ستړى شوى دى.
ښاغلي حسيني د دولت په مخالفينو او هغو خلک غږ وکړ چې د افغان دولت پر وړاندې د جهاد فتوا ورکوي، ترڅو راشي او له نېږدې لومړۍ نظام وګوري چې دا اسلامي او په اسلامي اصولو ولاړ دى او کنه وروسته له هغې دې د علمانو سره پر دې بحث وکړي چې ايا دلته رښتيا هم د جهاد اړتيا شته او کنه.
ده اوسنى نظام اسلامي وبللو او د نظام په راس کې مشران يې ټول متدين مسلمانان وبلل او ويې ويل چې له مسلمان سره جهاد ناروا خبره ده.
په پاى کې د خوست والي له خوا د ولسمشر رالېږل شوى مډال د لوا په عالم شريف وټومبل شو او سمبول يې د لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصر هدايت په ټټر ولږول شو.
مراسم د دعايې په لوستلو پاى ته ورسېدل.