
په جنوب ختيځ زون يانې پكتيا، پكتيكا او خوست ولايتونو كې هم د كوچني اخترلومړۍ ورځ په پوره امن او ارامه فضاء كې ونمانځل شوه، پداسې حال كې چې د افغان ځواكونو لخوا كلك امنيتي تدابير نيول شوي وو، په مركزي او د ولسواليوپه عيداګاوو كې د اخترلمونځونه ادا شول، ديني عالمانو پر ولس غږ وكړ چې هرسړى د خپل ځان په اصلاح كې هڅې وكړي ځكه نورو ته د اشارې پرځاى د خپل ځان اصلاح ډېره مهمه او ضروري ده.
ند هيواد د نورو سيموپه شان په خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو په مركزى او د ولسواليو په عيدګاوو كې په پوره امن او ډډمنه فضاء كې د كوچني اختر لمونځ ادا او راټولو زرګونو كسانو د هيواد د بادۍ او سوكالۍ او د وينو د بنديدو لپاره دعاګانې وكړې ، د عيدګاوو ملا امامانو په خپلو ويناوو كې وويل چې اسلام امن او سوله او د مسلمانانو ترمنځ ښې اړيكې خوښوي دوى پرولس غږ وكړچې خپلوكې جنجالونه ليرې كړي او پاتې ژوندپه دوستۍ او ارامۍ كې تېركړي، او همداشان مسلمان ته لازمه ده چې نورو ته د بدې اشارې پرځاى هرسړى خپل ځان اصلاح كړي او بياخامخا اوسني حالات د ښه كيدوخوا ته ګرځې.
پداسې حال كې چې سږكال روژه كې د هيواد په ډېرو ولاينو كې په بېلو ډولونو ګڼ كسان ووژل، ميرمنې يې كونډې او بچيان يې يتيمان شول، له همدې امله د خوست په عيدګاوو كې راټولو خلكو دعاګانې وكړې چې نور په هيواد والو او ټولو مسلمانانوكې نيك بختې روالې ترڅو يود بل د وينو له تويولو لاس واخلي او خپل ژوند د علم او ثوابونوپه