نرخ ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي ماین چاودنې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .

 د روژه ماتې پر مهال د وسله والو مخالفینو لخوا په نرخ ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي ماین چاودنې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تاترو سیمه کې نن ( چهارشنبه) د روژه ماتې پرمهال د ماین چاودنې له امله د دوه ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او د پنځه ماشومانو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي .
دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه،چې تر دې وړاندې په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې یو بل ځای پرځای شوي ماین ته چاودنه ورکړل شوه،چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د خلکو د راټولېدو سره سم دویمه چاودنه رامنځته شوه،چې په ترڅ کې یاده مرګ ژوبله واوښته .
د یو بل خبر له مخې تېره شپه د وسله والو طالبانو یو قوماندان محمد یوسف چې مشهور په پوډري دی،د ملي اردو د دویم کنډک د عملیاتو په ترڅ کې چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې ژوندی ونیول شو .
د وسله والو طالبانو دغه قوماندان اوه میاشتې وړاندې د پلچرخي له زندان څخه د خوشي کېدو سره سم یو ځل بیا د وسله والو طالبانو د سیمه ییز قوماندان په توګه فعالیتونه ترسره کول .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر