لغمان کې پر يوه وسلوال خپل ماين چاودلی.

تيره ورځ مازیګر ناوخته یو تن ماین خښونکی چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و، هدف ته تر رسیدو وړاندې یې ماین پرې چاودلی او له مینځه تللی.
یو تن ماین خښونکی چې ماین یې لیږدوو او غوښتل یې د مهترلام ښار دننه د اختر په لمانځه کې چاودنه ورکړي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري تر څار لاندې نیول شوی و چې له وارخطايې د ښار په لویدیځه دروازه کې خپل ماین پرې چاودلی او دی یې له مینځه وړی.
دغه ماین خښونکی چې حامد نومیده د مرکز اړوند د ده ملخ د سیمې اوسیدونکی دی او په دغه چاودنه کې یوازې دی خپله له مینځه تللی او نور چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
افغان امنیتي ځواکونو د دغې پیښې په تړاو د ماین خښونکي پلار او یو د خاله زوی هم نیولي و چې وروسته تر پوښتنو ګرویګنو بیرته خوشې شوي.